په واشنګټن کې د فلیپین سفیر وایي، د دغه هېواد د مشرانو جرګه د امریکا پر هغه وړاندیز بحث کوي چې غواړي زرګونه افغانان په دغه هېواد کې لنډمهاله مېشت کړي.
د فلیپین د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټه به د جمعې په ورځ ( د غبرګولي په ۲۶مه) د هغو زرګونو افغانانو د موقتي استوګنې پر پلان بحث وکړي؛ چې د امریکا له پوځ سره یې کار کړی او په متحده ایالاتو کې د بیا میشتیدو لپاره په تمه دي.
په امریکا کې د فلیپین سفیر خوزه مانویل، د پنجشنبې په ورځ له سي ان ان تلویزیون سره په مرکه کې وویل، فیلیپین د تیر کال په اکتوبر میاشتې کې د متحدو ایالتونو لخوا په موقتي ډول د یو شمېر افغانانو د کوربه توب وړاندیز ترلاسه کړ.
هغه زیاته کړه، د دې طرحې له مخې به هغو افغانانو ته چې د امریکا حکومت ته یې کار کړی د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکول کېږي او په متحدو ایالتونو کې د دوی د میشتېدو غوښتنلیکونه به د فیلیپین په یو مرکز کې څېړل کېږي.
د فیلیپین سفیر زیاته کړې: «هغه معلومات چې موږ تر اوسه ترلاسه کړي دا دي چې د دغو افغان اتباعو شمیر چې د متحدو ایالاتونو له حکومت سره یې کار کړی دي، ددوی د کورنیو د غړو سره شاوخوا پنځوس زره تنه دي.»
د فلیپین د مشرانو جرګې د جمعې ورځ له ناستې څخه داسې معلومیږي چې د بهرنیو اړیکو کمیټه به په فلیپین کې د افغان غوښتونکو لپاره د «موقتي استوګنې وړاندیز» په اړه بحث وکړي.
په همدې حال کې د فلیپین د بهرنیو چارو وزارت د دې پلان په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
خو د فلیپین په پلازمینه مانیلا کې د امریکا د سفارت ویاند خبریالانو ته وویل: «موږ په روانو ډپلوماټیکو خبرو تبصره نه کوو.»
خو نوموړي په ورته وخت کې دا ومنله چې د ولسمشر جو بایډن حکومت د افغان همکارانو د بیا میشت کیدو او ځای بدلولو لپاره په خپلې هغې ژمنې ولاړ دی چې د افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته یې کړې وه.
امریکا متحدو ایالتونو او متحدین یې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه ووتل ترڅو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.
سره له دې چې متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته په کابل کې خپل سفارت وتړه، خو سپینه ماڼۍ وایي چې لا هم د افغانستان د متحدینو د ایستلو لړۍ روانه ده.
د امریکا د ملي امنیت د شورا د ستراتېژیکو اړیکو هماهنګ کوونکي جان کربي تیره میاشت وویل چې «موږ خپل کار روان ساتو چې خپل متحدین له افغانستان څخه وباسو او هېواد [متحدو ایالتونو] ته یې انتقال کړو. دا زموږ یو جدي مسئولیت او ژمنه ده».
هغه وویل چې د انتقال بهیر نه دی درېدلی او نه هم په پام کې ده چې ودرول شي. جان کربي زیاته کړه:«موږ تر دې دمه تر ۱۰۰زره زیاتو افغانانو ته په متحدو ایالتونو کې ښه راغلاست ویلی دی».
خو په همدې حال کې په زرګونه افغانان د امریکا په متحدو ایالتونو کې د خپل بیا میشتیدو غوښتنلیکونو د پروسس لپاره شیبې شمېري.
له افغانستان څخه په اېستل شویو او اېستل کېدونکو کسانو کې د بهرنیو ځواکونو پخواني همکاران، د مخکني حکومت د امنیتي ځواکونو غړي، مقامات، کارکوونکي، مدني او د ښځو حقونو فعالان، خبریالان او نور شامل دي.
Views: 3