سوداګر: که د وړیو پر صادراتو بندیز لرې نه شي، له تاوان سره مخ کېږو

امین سمسور
جون 14, 2023

په کندهار کې د وړیو سوداګر وایي، له یوه کال راهیسې بهر ته د وړیو صادرات بند شوي او دا چاره دوی له تاوان سره مخ کوي.

خو بلخوا بیا، د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، دوی ځکه بهر ته د وړیو پر صادراتو بندیز لګولی چې په هېواد کې د غالۍ‌اوبدنې صنعت وده وکړي.

د وړیو یو سوداګر فیض‌الله وایي: «له تېر کال راهیسې زرګونه کیلوګرامه وړۍ راته پاتې دي او په کومه بیه چې موږ رانیولې اوس په هغه بیه نه پلورل کېږي.»

د هغه په وینا، اوسمهال وړۍ پېرېدونکي نه لري، ځکه نه په داخل کې ډېر کارول کېږي او نه هم بهر ته صادریږي.

نوموړي زیاته کړه: «وړۍ دې یا حکومت زموږ څخه واخلي او یا دې یې صادرات ایله کړي، زموږ ډېری وړۍ پاتې دي او خرڅېږي نه؛ نو موږ په دغو وړیو څه وکړو.»

په کندهار کې د وړیو د سرای مشر عبدالجلیل هم وایي، په هېواد کې هره ورځ له پسونو څخه ډېرې وړۍ ترلاسه کېږي، خو ۵۰ سلنه یې په کور دننه د غالیو لپاره نه کارول کېږي.

هغه وویل: «زموږ وړۍ بیخي ډېرې دي، ګودامونه مو ټول ډک کړي، په هېواد کې داسې فابریکې نشته چې دا ټولې وړۍ پکې استعمال شي؛ نو زموږ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې د وړیو صادراتو ته اجازه ورکړي.»

سوداګر وایي، دا مهال په غالیو کې د سپینو وړیو کارېدونکي تار یو کیلوګرام له ۲۵۰ تر ۲۷۰ افغانیو پلورل کېږي چې دا ډېره ټيټه بیه ده.

بلخوا کوچیان بیا وایي چې د پخوا په پرتله د وړیو بیه لوړه شوې؛ ځکه د ځینو موسسو په همکارۍ اوس دوی د وړیو په برخه کې عامه پوهاوی ترلاسه کړی، تورې او سپينې وړۍ سره بېلوي او بیا یې پر سوداګرو پلوري.

د کندهار د دامان ولسوالۍ اوسېدونکی او کوچی عبدالغفار په دې اړه وایي: «پخوا موږ تورې او سپينې وړۍ په یوه بیه ورکولې، یو کیلو تر پنځوس افغانۍ لوړې نه خرڅېدلې، خو اوس یو کیلو په ۲۵۰ راڅخه اخلي.»

په ورته مهال، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم وايي چې په هېواد کې د وړیو تولید ډېر دی، نو باید د کارونې لپاره یې لارې چارې ولټول شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وویل، په هېواد کې هره ورځ زرګونه پسونه حلالېږي او هر کال زرګونه ټنه وړۍ راټولېږي، نو باید د بازارموندنې لپاره یې کار وشي.

هغه زیاته کړه: «که چېرې دا صادرات لا هم بند وي، نو باید د هغه عامو خلکو یا کوچیانو د وړیو لپاره بازارموندنه وشي چې هغوی وړۍ په یوه من او دوه منه راټولوي او د دوی مشکل هم باید په نظر کې ونیول شي.»

د کندهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین بیا وایي، اړوند وزارت د وړیو پر صادراتو ځکه بندیز لګولی څو په هېواد کې یې بیه ټيټه شي او د غالۍ‌اوبدنې صنعت وده وکړي.

په کندهار کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست سرپرست مولوي نصرالله وویل، د تېر ۱۴۰۱ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د غالیو ۱۸۶ زره ۳۱۳ کیلوګرامه تار د ۹۴۳ زره ۲۴ ډالرو په ارزښت صادر شوي وو، خو سږ کال هیڅ صادرات نه دي شوي.

هغه زیاته کړه: «پخوا د غالیو د تار قیمت له ۳۵۰ څخه تر ۴۰۰ افغانۍ پورې و، خو اوس له ۳۰۰ څخه تر ۳۵۰ افغانیو پورې دي؛ وزارت هم صادرات ځکه بند کړي چې په هېواد کې د غالیو لرغونی صنعت وده وکړي.»

د یادونې ده، غالۍ‌اوبدنه د افغانستان یو لرغونی صنعت دی چې په نړېوال مارکېټ کې ډېر شهرت لري.

Views: 23

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi