ځیني هېوادوال د کډوالۍ په بهیر کې د دوکهورکونې چارې له ډېرېدو شکایت لري او وايي، یو شمېر کسانو ترې په دې پلمه چې ګواکې بهر ته یې لېږدوي، زرګونه ډالر اخیستي دي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د پخواني سیاسي نظام له سقوط وروسته، د امریکا متحده ایالتونو او یو شمېر نورو هېوادونو د تخلیې پروګرام پیل کړ؛ تر اوسه له دې لارې لسګونه زره هغه کسان چې له بهرنیو موسسو او پخواني حکومت سره یې کار کاوه، له هېواده ایستل شوي دي.
امریکا او اروپا ته د افغانانو د تللو یو شرط دا دی چې پناهغوښتونکي باید لومړی په یوه ګاونډي هېواد کې مېشت شي.
د بهرنیو هېوادونو له خوا د کډوالو منلو اعلانونو، د کار نشتوالي او د نجونو او ښځو د کار او تعلیم په برخه کې د محدودیتونو له امله د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ځوانانو لېوالتیا له هېواده بهر تګ ته ډېره کړې او هر څوک هڅه کوي چې په هره ممکنه لاره په یوه بهرني هېواد کې کډوال شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېوادونو له خوا د کډوالو منلو کچه ټیټه، خو تقاضا ورته ډېره ده.
دوکه شوي کسان:
د کابل ښار د کارتهنو سیمې یوې اوسېدونکې پښتنې وویل: «څه موده وړاندې زما د ورور یوه ملګري له موږ څخه ۵۰۰۰ ډالر واخیستل او ویې ویل چې ورور مې په رسمي توګه جرمني ته لېږدي، ورور مې ایران ته انتقال کړ او ویې ویل چې له هغه ځایه مسکو او له مسکو نه المان ته وړي، خو له بدهمرغه هغه پیسې اخیستې وې او ځان یې ورک کړ.»
د پښتنې په وینا، هغه کس ورته ویلي و چې ورور ته یې تحصیلي ویزه اخلي.
دغهراز، د کابل اوسېدونکی محمدحسین له یوه کال راهیسې هڅه کوي چې په هره ممکنه لاره په یوه بهرني هېواد کې کډوال شي، خو تر اوسه نه دی بریالی شوی.
هغه وايي: «د اسلامي امارت په واکمنېدو سره له ګڼو ستونزو سره مخ شوم، ځکه چې کار نشته… په دې لټه کې یم چې ځان او کورنۍ مې له افغانستان څخه وباسم.»
د هغه په وینا، المان، برازیل، کاناډا او داسې نور هېوادونه د هغو کسانو لپاره چې له خطر سره مخ دي او د بشردوستانه ویزو غوښتونکي دي، د نوملیکنې ځانګړي سایټونه اعلان کړي دي؛ همدا د کډوالو منلو اعلانونو سایټونه لامل کېږي چې ځیني خلک د پیسو ګټلو او د خلکو غولولو په موخه ویبپاڼې او دفترونه جوړ کړي.
هغه له جزئیاتو پرته وویل: «دا تجربه ما او زموږ څو خپلوانو درلوده، یوه له دغو بنسټونو ته مو اسناد ورکړل او زیاتې پیسې یې رانه واخیستې، ما خپل جایداد خرڅ کړ او څو میاشتې دې قضیې ته په تمه وم خو نتیجه یې ورنه کړه.»
همداراز یوې خبریالې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي وویل: «د وټساپ یو ګروپ چې د یوې خبریالې له خوا جوړ شوی و، راته یې وویل، المان ته د افغانانو د لېږد په بهیر کې خبریالانې لېږدوي او د اسناو مراحلو طی کول د یوه وکیل له لوري ترسره کېږي، راته یې وویل چې ټول اسناد مې وکیل ته واستوم خو وکیل له ما پیسې نه اخلي.»
د هغې په خبره، هغه نجونې چې په یاد ګروپ کې شاملې وې، د دې لپاره چې بهر ته ولېږدول شي، هره یوه له همغه وکیل سره اړیکه نیولې او مرسته یې ترې غوښتې وه، خو هغه ورته ویلي وو، د ۱۵۰ زره افغانیو په بدل کې یې کارونه پر مخ وړي.
هغه زیاتوي: «دغه کس دلال و، موږ ټولو نجونو ته یې ویلي وو چې بل چاته مه وايئ چې زه مو کار مخې ته وړم، یوې نجلۍ ته یې شخصي مسېج کاوه او ټول اسناد یې ترې غوښتي وو او هغوی هم خپل ټول اسناد ورته استولي وو او هرې یوې پیسې هم ورکړې وې.»
د هغې په وینا، دوې میاشتې وروسته همدغه کس ورته ویلي وو چې ګاونډي هېواد پاکستان ته لاړې شي او د همدې ښځې په ګډون یادې څو نورې نجونې هم پاکستان ته لاړې، خو کس ورک او موبایل یې ګل شوی و، دوی له ارتباطي ښځې سره اړیکه ونیوله او ورته وویل چې هغه په دې اړه مسوولیت نه لري.
د فورم ډکول او د پیسو ترلاسه کول:
د «مدني ټولنې» په نوم سایټ له لوري د کېسونو «Kabulluftbrucke» تر سرلیک لاندې خپاره کړي مطلب کې راغلي: «د نوو فورمونو ډکول Kabulluftbruck، که په دې برخه کې له ستونزې سره مخ یاست او یا غواړئ دا برخه په معیاري توګه ډکه کړئ، نو له موږ سره اړیکه کې شئ.»
همداراز بل سایټ «د امریکا، کاناډا، المان او انګلستان هېوادونو کېس جوړولو لپاره نوملیکنې» تر عنوان لاندې خپاره کړي مطلب کې راغلي: «د هغه کسانو لپاره ښه خبر چې غواړي کاناډا هېواد ته کډوال شي.»
د دې پاڼې یوه کاروونکي د مسنجر له لارې وویل: «د کېس اچولو لپاره خپل نوم، تخلص، د تذکرې عکس، د اړیکې شمېره، مخکنۍ دنده، اوسنۍ دنده او د شخص اېمیل ادرس ته اړتیا ده.»
هغه وایي چې په یاد کېس کې المان، کاناډا، فرانسه، امریکا، انګلستان، برازیل، ایټالیا او استرالیا شامل دي چې د غوښتنې فورم له ډکولو وروسته ډېر ژر به له اړوند هېواد څخه تاییدی ایمیل ترلاسه شي.
هغه وایي، د انفرادي کېس اچولو لپاره ۵۰۰ افغانۍ او د کورني کېسونو لپاره ۱۰۰۰ افغانۍ اخلي او پیسې اړوند هېواد ته د غوښتونکي د معلوماتو له لېږلو وروسته اخیستل کېږي.
هغه زیاته کړه: «د کېس تاییدول د هېواد په لاس ده، د ځینو په یوه ورځ کې، د ځینو یوه اونۍ وروسته او د ځینو یوه یا دوه میاشتې یا له هغې ډېر وروسته تاییدي رالېږل کېږي، خو تاییدي سل په سلو ژر یا ناوخته راځي.»
د یادو دوو پاڼو په څېر ځینې نورې پاڼې هم شته چې دا چاره ترسره کوي او د ورځې سلګونه کسان د فورم ډکولو غوښتنه ترې کوي.
یو کارپوه له خلکو غواړي چې په داسې کسانو باور ونه کړي.
اقتصادي کارپوه شاکر یعقوبي وویل، خلک باید پوهېدلي مخې ته لاړ شي او نباید خپلې پیسې غولوونکو کسانو ته ورکړي.
هغه زیاته کړه: «هېوادونه له هیڅ ډول غیررسمي سازمان سره د کډوالو منلو لپاره په اړیکه کې نه وي، له ځینو پېژندل شوو او معتبرو سازمانونو پرته چې په هغه هېواد کې عملا فعالیت کوي، د ځینو سازمانونو، مجازي پاڼو او ویبسایټونو ادعا چې په مجازي پاڼو کې فعال او د کډوالۍ د کیس منلو لپاره فعالیت کوي، بې اساسه او تېرایستونکي دي.»
د هغه په وینا، هغه خلک چې په دغه ډول سایټونو باور کوي، د کډوالۍ له وضعیته کم معلومات لري او د داسې ټولنیزو سایټونو، سازمانونو او بنسټونو فعالیت هیڅ ډول اعتبار او ډاډ چې د کډوالۍ لړۍ چټکه کړي، نه لري.
نوموړی وايي، د دغه ډول بنسټونو، سازمانونو او ټولنیزو پاڼو فعالیت چې په اروپايي هېوادونو کې د پناهغوښتنې د منلو په اړه تبلیغات کوي، د خلکو له باوره یې ګټه پورته کړې او فعالیت یې د تېر ایستونکو په بڼه دی او په دغه ډول یې ځان ته له غیرقانوني لارې د پیسو ګټلو فرصت برابر کړی دی.
د هغه په وینا، اروپایي هېوادونو واضحه ویلي چې د پناهغوښتونکو د منلو په برخه کې د اسنادو طی مراحل کولو او تایدولو لپاره هیڅ ډول لګښت نه اخیستل کېږي، هر ډول لګښت او پیسې چې د غیررسمي سازمانونو له خوا له خلکو اخیستل کېږي، په بشپړ ډول بې اساسه دي.
Views: 10