د پاکستان د ماليې په چارو کې د دولت وزیره عایشه غوث وايي چې د پيسو نړېوال صندوق (ایاېماف) پر پاکستان د باور نشتوالي له امله د پور هوکړه ځنډولې ده.
پاکستانۍ رسنۍ دنیا نیوز پرون خبر ورکړی چې د دغه هېواد د مالیې په چارو کې د دولت وزیرې عایشې غوث یادې څرګندونې د دغه هېواد د پارلمان یوې کمېټې ته کړې دي.
سرچینې د هغې له قوله لیکلي: «د پیسو له نړۍوال صندوق سره د پور په اړه موافقه د باور نه لرلو له امله ځنډېدلې ده.»
د پاکستان اقتصادي وضعیت خرابوالي په اړه مختلف راپورونه خپاره شوي چې دغه هېواد پورونو ته اړتیا لري او د دغه کار لپاره له ډېرې مودې راهیسې د پیسو له نړېوال صندوق (ایاېماف) سره په خبرو بوخت دی.
د سرچینې په وینا، پاکستان حکومت ویلي چې له یاد صندوق څخه د شپږ نیم میلیارد ډالرو پور اخیستلو لپاره یې د دغه صندوق ځینې شرطونه هم پوره کړي دي خو تر اوسه يې پور نه دى ورکړى.
Views: 5