صدیق صدیقي: د هېواد سیاسیون دې د خپلو ناکامیو او ناغېړیو له امله له خلکو بښنه وغواړي

عبدالمتین سرفراز
مارچ 21, 2023

د پخواني ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، د زلمي خلیلزاد له خوا د سولې پروسه مبهمه ساتل، د سیاستوالو امتیازغوښتنه او په امنیتي ارګانونو کې د هغوی لاسوهنو د سولې بهیر لوری بدل کړ.

هغه زیاتوي، له هېواده بهر سیاستوال باید د خپلو ناکامیو او ناغېړیو له امله له خلکو بښنه وغواړي او د هېواد لپاره دې د حل یوه دایمي لار ولټوي.

د پخواني ولسمشر محمداشرف غني ویاند صدیق صدیقي دغه څرګندونې د وصال ټلوېزیون په سرنوشت خپرونه کې وکړې.

سیاستوال باید د خپلو ناکامیو او کم‌کاریو له امله له خلکو بښنه وغواړي

صدیقي په یاده خپرونه کې وویل، د هېواد ستونزو ته باید یوه دایمي حل لار ولټول شي؛ ټول سیاستوال دې په دې برخه کې هڅې وکړي او د اسلامي امارت له خوا ټول واک په لاس کې نیول «تېروتنه» ده.

نوموړي دغه راز له سیاستوالو غوښتنه وکړه چې پر یوه اجماع کار وکړي او د افغانستان د خلکو ژغورلو لپاره دې لاس په کار شي، که نه خلک به بیا هیڅ‌کله دوی ونه مني.

د هغه په وینا: «زموږ سیاسیون اصلاح ته اړتیا لري؛ هغه سیاسیون چې له هېواده بهر دي، باید اصلاح شي او د تېرو شلو کلونو له تېروتنو دې درس واخلي.»

صدیقي وویل، هغه سیاستوال چې د لومړۍ، دویمې او درېیمې درجې مسوولینو په توګه یې مسوولیت درلود او یا یې د نظام لپاره کار کړی، باید د خپلو ټول ناکامیو او نيمګړتياوو په اړه ولس ته حساب ورکړي او د افغانستان له خلکو بښنه وغواړي.

نوموړي دغه راز وویل: «د افغان ولس د راتلونکي لپاره پر سیاستوالو د باور یوازېنۍ لار دا ده چې پر خپلو تېرو کړنو او نیمګړتیاوو اعتراف وکړي، له خلکو دې وغواړي چې دوی ومني، پرته له دې بله لار نه لري؛ دوی اوس هم فکر کوي چې ملامت نه دي او افغانستان څو ځلې د نظام سقوط تجربه کړی دی.»

د هغه په وینا، سیاستوال باید د انفرادي هڅو پر ځای ډله‌ییزې هڅې وکړي او د افغانستان د سیاسي جوړښت په اړه دې تفاهم ته ورسېږي.

صدیقي وویل، افغانستان  باید ژر تر ژره له دغه حالته وژغورل شي او د هېواد ته د خلکو بېرته ستنېدو لپاره دې زمینه برابره شي.

د دوحې تړون او په هېواد کې سیاسي اختلافونه

دغه راز صدیقي په یاده خپرونه کې وویل چې د تېر حکومت د سقوط یو لامل د دوحې تړون و.

هغه وویل چې د افغانستان حکومت او خلک په دوحه کې د سولې له پروسې لرې ساتل شوي وو، د خلکو غوښتنې هلته په پام کې نیول شوې نه وي او دا د ناکامۍ لامل شوې.

هغه دغه راز وویل: «د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا پروسه محرمه ساتلې وه، تېر حکومت او سیاسي رهبرۍ باید هڅه کړې وای چې په دې اړه یې لا ډېر جزئیات لاس ته راوړي وای.»

د هغه په وینا، خلیلزاد له قید او شرط پرته له طالبانو سره خبرې پیل کړې او د دې پروسې په پای کې بین‌الافغانی خبرې وړاندیز شوې وې، د خلیلزاد چلند او له افغانستانه د هغه درک د دې لامل شو چې دا پروسه له خنډ سره مخ کړي.

صدیقي زیاتوي: «هغه څه چې خلیلزاد په خپلو مرکو کې ویلي، له هغه څه سره ډېر توپیر لري چې زه یې لږ تر لږه د افغانستان د سولې پروسه کې ګواه وم؛ خلیلزاد هڅه کوي توجیه یې کړي، هغه څه چې یې په میراث پرېیښي، یو شوم او بد تړون دی چې د سقوط لامل شو او اوس دفاع هم ترې کوي.»

هغه دغه راز وایي، په تېرو شلو کلونو کې سیاسي مشرانو ونه شو کولای یو داسې ملي یووالی رامنځته کړي چې په افغانستان کې د دایمې ثبات لامل شي چې د تېر حکومت د سقوط وکړ.

صدیقي همداراز وویل، کله چې په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا متحده ایالتونو په منځګړیتوب په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت رامنځته شو له هغه وخته د دولت او سیاست وېش پيل شو.

د ملي یووالي حکومت تر ټولو بده تجربه وه چې په افغانستان کې د خطرناکو سیاسي جبهه‌نیونو لامل شو؛ سیاستوالو د سولې پروسه هېره کړه او د سولې لپاره د یوې کورنۍ اجماع رامنځته کېدو فرصت پیدا نه شو.

هغه دغه راز وویل، په هېواد کې سیاسي اختلافات او امتیاز اخیستل د دې لامل شول چې دا درزونه لا پراخ شي او هېواد کې د کورنۍ اجماع رامنځته کېدو مخه ونیسي.

د امنیتي ځواکونو پاشل کېدل

دغه راز صدیقي وویل چې د سیاسي اړخونو او ډلو ترمنځ سخت اختلافات او همدارنګه په هېواد کې فساد د دې لامل شول چې امنیتي ځواکونه زیان وویني.

هغه وویل، پر امنیتي ځواکونو ډېر لګښتونه شوي وو، په هېواد کې د ادارو وېش د امنیتي ځواکونو روحیه زیانمنه کړه او د سیاسي اختلافاتو قرباني شول.

د هغه په باور، دولت په تېرو شلو کلونو کې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره قاطع تصمیم نه درلود او په ډېرو مقرریو او ګومارنو کې سیاسي لاسوهنې وې.

 

Views: 24

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi