د نیمروز امنیتي چارواکي وايي چې ۳ کسان یې په دغه ولایت کې د انساني قاچاق په تور نیولي دي.
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند بهرام حقمل د مرغومي په ۱۹مه وویل چې دغه کسان پرون د امنیې قوماندانۍ له خوا په زرنج ښار کې نیول شوي او پر خپل جرم یې اعتراف کړی دی.
هغه زیاته کړه چې نیول شوو قاچاقبرانو خلک په قاچاقي ډول له دېوار سرحدي سیمې چې یوه ممنوعه سیمه اعلان شوې ده، ایران ته اړول.
د ده په خبره، د دغو کسانو دوسیې له لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
د یادونې ده، د انساني قاچاق په تور یاد کسان په داسې حال کې نیول کېږي چې په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته یو ځل بیا بهر ته له قاچاقي لارو د افغانانو تګ ډېر شوی چې ډېر مهال د لارو په اوږدو کې له بدو پېښو سره مخ کېږي.
Views: 5