د جنسي تېري یوه قرباني نجلۍ د “مینځې” په ډول ساتل کېږي

ناهید بشردوست
مې 11, 2018

دوولس کلنه وه چې جنسي تېرى پرې وشو، څلور کاله وروسته يې واده وکړ، خو زوم چې کله له دې قضيې خبر شو، نور يې ونه غوښتل چې له دې سره د خاوند په توګه ژوند وکړي، اوس ترې د يوې مينځې په توګه کار اخيستل کېږي.

شپاړس کلنه شازيه (مستعار نوم) د کابل اصلي اوسېدونکې ده؛ وايي چې لا يې نړۍ ته سترګې نه وې غړولې چې پلار يې د طالبانو له لوري ووژل شو او کونډه مور يې د بېلابېلو لاملونو په سبب د خپلې خسرګنۍ له لوري له ناخوالو سره مخامخ وه.

دغې ځوانې ښځې په ژړا سره وويل: «مور مې وايي چې ته تازه پيدا شوې وې چې له کوره يې وشړلم، اړه شوم چې ستا د بابا کور ته ولاړه شم. مور مې د خپل ژوند ترخه کيسه کوي چې څرنګه يې زما د بابا کور کې چې بوټ ګنډونکى او غريب و، له يو عالم کړاوونو سره ژوند تېراوه.»

شازيې زياته کړه: «مور ته مې دغه وضعيت د زغملو نه و، اړه شوه چې له يوه داسې کس سره واده وکړي چې يوه بله ښځه يې هم درلوده او همکار يې و؛ هغه مهال زه درې کلنه وم او له ځان سره يې بوتلم.»

هغې وويل: «په هغه کور کې مې له خپلې میره مور، ميرنيو وروڼو او خويندو سره ژوند پيل کړ، خو ښه ورځ مو نه درلوده، اړ شوو چې ګڼې ستونزې وزغمو، کلونه مو په همدې ډول تېر کړل.»

شازيې د ساړه اسویلي په کښلو زياته کړه: «١٢ کلنه وم چې د ژوند تر ټولو ترخه پېښه راسره وشوه، يوه ورځ کور کې يوازې وم، په پخلنځي کې مې کار کاوه، ناڅاپه مې ناسکه پلار راننوت، له شا يې په غېږ کې ونيولم. ټول وجود مې ولړزېده، غوښتل مې چيغه کړم، په خوله يې لاس را کېښود، څو غږ مې بند شي، وروسته يې په خپل ټول رذالت راباندې جنسي تېرى وکړ او په لمن مې داغ ولګېده.»

هغې په داسې حال کې چې غریو نیولې وه، وويل: « دريغه چې د واده جامو پر ځای يې ما ته کفن را اغوستی وای او په قبر کې يې خښه کړې وای، زه اوس تر دغه وضعيته چې ژوندۍ خښه شوې وای.»

د شازيې مور ۵۰ کلنه نفس ګل (مستعار نوم) چې په لوګر کې د خپل لور کور ته د پوښتنې لپاره تللې ده، په داسې حال کې چې ژړل يې، وويل، هغه سړی چې د دې له لور سره يې واده کړی، درې لوڼې او زامن لري.

هغه چې ظاهراً پرېشانه او غمګينه ښکارېده، وويل چې د بېوزلۍ، ناچارۍ او د ګل محمد (د دې همکار) د ټينګار له امله يې واده ته غاړه کېښوده.

نفس ګل د ځان او (له ګل محمد سره واده) له دويم واده وروسته د خپلې لور په اړه وويل: “له کړاوونو ډک ژوند مې درلود، غوښتل مې چې لور مې ښوونځي ته واستوم، خو خاوند مې اجازه نه راکوله او ويل يې چې د نجونو لپاره سواد ګټه نه لري چې لويه شي، مېړه کوي.”

يادې ښځې له خپلې لور سره د شوي ظلم او په ځانګړې توګه د ناسکه پلار له خوا يې پر هغې د جنسي تېري په اړه سوړ اسويلی و ايست او ويې وويل: “د شازيې ناسکه پلار خبرداری ورکړی و چې که له دې کيسې څخه څوک خبر شي، دا او مور به يې ووژني.”

د شازيې مور چې بې سواده ده، وويل چې څو ورځې وروسته يې له لور څخه واورېدل چې څه موضوع پېښه شوې ده، خو دا چې پر حقوقي مسايلو نه پوهېږي او تر دوو کلونو وړاندې يې چې خاوند ژوندی و، ډارېده او نه يې شو کولای چې دا موضوع له بل چا يا دولت سره شريکه کړي.

هغې زياته کړه: “له دې قضيې څخه څلور کاله تېر شوي او بالاخره د لوګر ولايت د محمد اغې ولسوالۍ څخه زموږ کور ته يو کس راغی او زما لور يې د خپل زوی لپاره وغوښته. زما خوښه نه وه؛ ځکه زوی يې وزګار و او د وزګارتيا له پايلې څخه خبره وم، خو خاوند مې ټينګار وکړ او د مجبوريت له مخې مې مثبت ځواب ورکړ.”

دغې د پاخه عمر مېرمن په داسې حال کې چې اوښکې يې د خپل ټيکري پر پيڅکه پاکولې، وويل: “مېړه مې له هاغه سړي څخه پيسې اخيستې او لور مې يې ورباندې پلورلې وه. يوه ورځ راغلل او پرته له دې چې د واده مراسم جوړ کړي، نکاح يې وتړله او لور مې يې په داسې حال کې چې سپينې جامې يې پر تن نه وې، د زوم کور ته بوتله.”

خو نفس ګل چې د بلې بدې پېښې په تمه وه، وويل: “د هماغې ورځې پر سبا موټر زما د کور مخې ته ودرېد او زوم، زما لور را ونيوله او په زور سره يې زما کور ته را دننه کړه او په لوړ اواز يې وويل چې لور مو در واخلئ. زوم موږ ته يوه کېسټه هم راکړه چې زما لور پر دې د خپل ناسکه پلار د جنسي تېري کيسه ويلې وه.”

د شازيې مور زياته کړه: “د خپلې کورنۍ د ابرو او عزت ساتلو په خاطر، د زوم موټر ته ورغلم او ومې ويل چې لور يې بوځي او رسوايي دې نه جوړوي او يا دا چې زما پر سينه دې تېر شي. لور مې يې بوتله، خو وروسته يې بله ښځه وکړه او له هماغه وخته يې زما لور د مينځې په توګه ساتلې ده، لور مې هره ورځ وهي او اړه ده چې د خاوند جامې يې و مينځي، خواړه پاخه کړي او يا د غواګانو او پسونو غوجله پاکه کړي.”

نوموړې مور زياته کړه، کله کله يې د لور ليدو ته ورځي، خو د لور بد وضعيت يې نه دی بدل شوی.

نفس ګل وويل: “د لومړي ځل لپاره مې چې د لور کور ته ورغلم، هغه يې د تناره په سيخ وهلې وه، ټول بدن يې سور او تور و او بل ځل چې ورغلم، د يوې سترګې شاوخوا يې تور و او پر مخ يې د وهلو نښې ليدل کيدې، خو مجبوره يو چې دا ټول وزغمو.”

 ديني عالم شمس الرحمان فروتن په دې اړه وويل: “د اسلام له نظره، د نجلۍ ناسکه پلار زنا کړې چې بايد مجازات شي او يا واکمن حاکم کولای شي چې له تحقيق او د جرم له ثابتېدو وروسته هغه اعدام کړي.”

نوموړي زياته کړه: “دغه نجلۍ هېڅ ګناه نه لري، خو چا چې په زور تجاوز ورباندې کړی، د خدای په نزد ګنهګار دی او اوس چې دغه نجلۍ د خپل خسر په کور کې د مزدور په شان ژوند کوي، د طلاق غوښتنه کولای شي او داسې ځای ژوند وکړي چې خوندي وي او عزت يې وساتل شي.”

د بشري حقونو کمېسيون د ښځو چارو مسوولې لطيفې سلطاني په داسې حال کې چې دغه پېښه او له شازيې سره شوې کړنې یې سختې وغندلې، ويې ويل چې په دې اړه دغه کمېسيون ته خبر نه دی ورکړل شوی.

نوموړې زياته کړه: “کله چې د دې پېښې قرباني موږ ته مراجعه وکړي، نه یواځې موږ هغه تعقيبوو، بلکې دغه بوږنوونکې پېښه عدلي او قضايي ارګانونو ته راجع کوو او د عدالت غوښتنه کوو، څو تورن کس ته د خپل عمل سزا وویني.”

د مېرمن سلطاني په وينا، ورته قضيې شته چې له يو چا سره تاوتريخوالی شوی، د وېرې او ډار له امله يې له خپل غچ اخيستو څخه ډډه کوي.

د انساني قاچاق او مهاجرانو له قاچاق سره د مبارزې د عالي کميسيون غړى محمد سليمي وايي: “د نوموړې ښځې خاوند دې د ګډ ژوند اصول مراعات کړي؛ ځکه چې دغه ښځه ګنګهاره نه ده او بايد د خپلې مېرمنې په شان ورسره چلند وکړي.”

خو نوموړي د هغو تاوتريخوالي په اړه چې له ياده مېرمنې سره شوی، وويل: “له دې ښځې سره د يوې مينځې په شان جنسي چلند شوی او په يو ډول له انساني قاچاق څخه کار اخيستل شوی چې بايد رسېدنه ورته وشي او لازمه ده چې له يادې ښځې څخه ملاتړ وشي.”

د لوګر ولايت د ښځو چارو مشرې شيما زرګر وويل چې تر اوسه د دوی ادارې ته د دې قضيې په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.

نوموړې وويل: “که ياده ښځه موږ ته مراجعه وکړي، طلاق ورته اخيستلای شو او هغه له دې غمجن ژوند څخه ژغورلای شو.”

د اړوندې موضوع په اړه د انساني قاچاق او مهاجرانو له قاچاق سره د مبارزې قانون په ١١ ماده کې راغلي، په هغه صورت کې چې د انسان د قاچاق د جرم مرتکب د مجني عليه ښځه، والدين، قانوني سرپرست يا د عامه خدمتونو موظف شخص وي، په اوږده حبس چې له لسو کلونو څخه لږ نه وي، محکومېږي.

د همدې مادې په دويم بند کې راغلي په هغه صورت کې چې د انسان قاچاقبر له مجني عليه سره، د زنا يا لواط د فعل مرتکب شوي وي، د حد د جزا د تطبيق د شرايطو د نه شتون په صورت کې له دوولسو کلونو څخه په زيات بند محکوميږي.

Views: 13

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi