د ایمرجېنګ اسیا جام د کرکټ یو ورځنیو لوبو مهالوېش اعلان شو چې له مخې به یې افغانستان له عمان، سریلانکا او بنګله‎دېش سره سیالۍ ترسره کړي.

د ایمرجېنګ اسیا جام سیالۍ د سریلانکا په کوربه‎توب ترسره کېږي چې د روانې جولای میاشتې په ۱۳مه پیلېږي.

کرکټ بورډ وايي، د ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو کې افغانستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او عمان په یوه ګروپ کې دي.

سرچينې زیاته کړې، د ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو په لړ کې د افغان ابدالیان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د روانې جولای میاشتې په ۱۳مه له عمان، دویمه لوبه په ۱۵مه نېټه له سریلانکا او درېیمه لوبه به بیا د همدې میاشتې په ۱۸مه له بنګله‌دېش سره ترسره کړي.

د یادونې ده، افغان ابدالیان په نوم لوبډلې د ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو له پیله مخکې په یوه ورځنۍ تمریناتي لوبه کې د بنګله‎دېش الف لوبډلې ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

 

Views: 11