د بشري حقونو د څار سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې پر ښځو د لګول شوو محدودیتونو لرې کېدو غوښتنه وکړه.

د بشري حقونو د څار سازمان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې اوس مهال په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې د زده‌کړو او لوبو کولو له حقونو محرومې دي.

دغه سازمان په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د المپیک نړۍوالو لوبو په پیلېدو سره له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې په وار وار ویلي چې د ښځو په ګډون یې ټولو اتباعو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکړي دي.

افغان چارواکو ویلي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې په موقت ډول ځنډول شوې او د شرایطو په برابرېدو به بېرته اجازه ورکړل شي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان د درېیو نارینه او درېیو ښځو لوبغاړو په ګډون د پاریس المپیکي سیالۍ تېره ورځ پیل شوې او د اګسټ میاشتې تر ۱۱مې به دوام ولري.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې د افغانستان ورزشي ډلې په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال المپیک لوبو کې د افغانستان بیرغ ورپاوه او زموږ اتلو نجونو د کډوالۍ په ژوند کې په لوړ همت سره ګدون وکړ.»

کرزي په دغو سیالیو کې افغان لوبغاړو ته د بریا او سرلوړۍ غوښتنه کړې.

Views: 10