د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جیسوال ویلي چې دغه هېواد د افغانستان وګړو ته د ویزو ورکولو بهیر بېرته پیلوي.
هغه په يوه خبري ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا افغانانو ته ويزې ورکول کېږي؟ وویل: «په افغانستان کې خلکو ته ويزې ورکول کېږي او تګ راتګ د ترسره کېدو په حال کې دی.»
خو د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې افغانانو ته د صادر شوو ویزو د شمېر په اړه معلومات نه لري.
نوموړي دغهراز د هند او افغانستان ترمنځ پر دوامداره اړیکو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې له افغانانو سره تاریخي اړیکې لري.
د هند بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي یادې څرګندونې داسې مهال کړې چې واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې سلګونه افغان محصلین په رخصتۍ افغانستان ته راغلي وو چې وروسته ونه توانېدل ویزې ترلاسه کړي او بېرته هند ته ستانه شي.
له دې مخکې یو شمېر افغان محصلین په هغه هېواد کې د نوي تحصیلي کال د پیل لپاره د هند له لوري د ویزو د ورکړې غوښتنه کړې وه.
Views: 10