د دایکنډي د عامې روغتیا مسوولین وايي چې دغه ولایت کې یوې مور په یو ځل پنځه ماشومان زیږولي خو دوه یې مړه شوي دي.
د دايکنډي د عامې روغتيا رئیس ډاکټر غني صمیم وويل، دغې مېرمنې تېره شپه د دغه ولايت د مرکز نيلي ښار په «زهرا بیات» روغتون کې دغه ماشومان زيږولي دي.
هغه زياته کړه، يادو ماشومانو کې درې هلکان او دوې نجونې دي چې دوه هلکان یې نن سهار مړه شول.
هغه زياته کړه، د مور او درې نورو ماشومانو روغتيايي وضعيت یې ښه دی.
نوموړي څرګنده کړه چې دغه مور د ارزګان د ګیزاب ولسوالۍ اوسېدونکې ده او دا یې لومړی زیږون و.
د يادونې ده، دا لومړی ځل دی چې دایکنډي کې د زیږون دا ډول پېښه ثبتېږي.
Views: 5