د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق‌الله قریشي وويل، پاکستاني لوري نن چهارشنبه د پلي افغانانو پرمخ د تورخم دروازه تړلې ده.

هغه زياته کړه چې پاکستاني عسکر هیڅ ویزه‌لرونکي افغان ته اجازه نه ورکوي چې د تورخم پر دروازه هغې غاړې ته لاړ شي.

دی وايي چې پاکستاني لوري د دغه کار علت تر اوسه نه دی په ډاګه کړی.

خو بلخوا د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصیر زابلي  وويل چې پاکستاني لوري د تورخم دروازه د هغه کسانو پر مخ تړلې چې د ناروغانو ETA په نوم ویزې يې درلودې.

هغه زیاته کړه، د نورو عادي ویزو‌ لرونکو او سوداګریزو موټرو د تګ راتګ پر مخ دروازه خلاص ده.

د یادونې ده چې ETA ویزه پاکستان په انلاین ډول ناروغانو ته ورکوي او بیا په خپلو سرحدونو کې د اړوندو اسنادو په درلودو د قانوني تګ اجازه ورکوي.

Views: 8