د پنجشېر د کانونو ریاست وايي چې نن د دغه ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۰۳۴ قیراطه نور زمرد په ۱۳۱ زره او ۳۰۰ امریکایي ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیري وویل چې په دې داوطلبۍ کې له پنجشېر، کابل، پروان، کاپیسا، بلخ، کندهار، لوګر او ننګرهار ولایتونو ۸۰ سوداګرو ګډون کړی و.
هغه زیاته کړه چې دغه زمرد د پنجشېر د لومړۍ حصې ولسوالۍ له کانونو استخراج شوي دي.
پنجشېر کې د زمردو استخراج له شاوخوا دوو کلونو ځنډ وروسته د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې په وروستیو کې بیا پیل شو او تر اوسه استخراج شوي زمرد د ۲۰ داوطلبیو له لارې پر کورنیو او بهرنیو سوداګرو پلورل شوي دي.
د پنجشېر د کانونو ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د زمردو ټول ثبت شوي کانونه ۱۷۰۰ ته رسېږي چې له دې ډلې د ۵۵۰ کانونو د استخراج چارې روانې دي او په هغو کې څه باندې ۱۵۰۰۰ کسان پر کار بوخت دي.
Views: 6