د ننګرهار کانال رياست وايي، په دغه ولايت کې وروستي توپاني ورښت د دې ادارې اړوند فارمونو کې ۳۵۰۰ د زیتونو او ۷۵۰۰ نورې بېلابېلې ونې له منځه وړې دي.
مسوولين وايي، دغه راز د همدغه ورښت له امله د کانال اړوند پر ۲۵۰ جريب ځمکه باندې ولاړ فصلونه هم زیانمن شوي دي.
درې ورځې مخکې (د چنګاښ په ۲۵مه) تر غرمې وروسته د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار، سرهرود، بهسود او ځينو نورو سيمو کې شدید توپان، ږلۍ او ورښت وشو چې له امله يې د ننګرهار ولایت مقام د وروستيو شمېرو له مخې ۵۲ کسان مړه او تر ۳۵۰ نور ټپيان شول.
د ننګرهار کانال رييس مولوي غلامالرحمن کظيم د چنګاښ په ۲۸مه وويل، وروستيو شديدو ورښتونو، تېزو بادونو او ږلۍ د ننګرهار کانال شرکت ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.
دی وايي، د دغه شرکت په څلور ګونو فارمونو کې تر ۳۵۰۰ پورې د زيتونو ونې له بېخه له منځه تللې دي او ۷۵۰۰ نورې ونې يې هم زیانمنې کړې دي.
د مولوي کظیم په وينا، د ياد توپاني باران له امله د کانال رياست اړوند پر ۲۵۰ جريبه ځمکه د مۍ (ماش) کښت، د کانال تاسيسات، د خرما بڼ، مالدارۍ فارم، د کانال سولر پلانټ، د اوبه خور سيسټم او د مالټو باغونه هم زيانمن شوي دي .
دغه توپاني باران په ننګرهار کې د ځاني زيان سربېر شاوخوا څلور سوه کورونه زيانمن او نړولي، د برېښنا ۶۰ پايي يې راغورځولې دي او دغه راز يې د مخابراتي شبکو چارې هم ټکنۍ کړې دي.
Views: 20