د بښنې نړۍوال سازمان وایي، نږدې ۳۵۵ زره کسانو د یوه لیک په لاسلیکولو سره د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د سوېلي اسیا لپاره د بښنې نړۍوال سازمان دفتر د جزئیاتو له ورکولو پرته پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ۳۵۴ زره او ۸۴۷ کسانو یاد لیک لاسلیک کړی دی.

سرچنې لیکلي: «لکه څنګه چې د بشري حقونو ناوړه وضعیت دوام لري، موږ باید په افغانستان کې د حساب ورکونې او عدالت لپاره خپلې ګډې غوښتنې ته دوام ورکړو.»

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې په وار وار د ځینو نړۍوالو بنسټونو د دې ډول څرګندونو په غبرګون کې ویلي، په افغانستان کې د هيچا شرعي او بشري حقونه نه دي ضايع شوي.

Views: 7