ټورنټو کې د شهید ګیله‌من وزیر غیابي جنازه او اعتراضي غونډه

جولای 13, 2024

د کاناډا په ټورنټو ښار کې د لر او بر ګڼو افغانانو د پښتون‌ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي او انقلابي شاعر ګیله‌من وزیر غیابي جنازه وکړه؛ د جنازې ګډونوالو له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د پښتنو پر وړاندې د پاکستان د حکومت ظلمونه وغندي او د مخنیوي لپاره یې ګام پورته کړي.

د ګیله‌من وزیر غیابي جنازه (د جولای ۱۲مه) د کاناډا په ټورنټو ښار کې ترسره او ترڅنګ یې اعتراضي غونډه هم جوړه شوه.

د غونډې ګډونوالو د ګیله‌من وزیر وژنه په کلکه وغندله او د پښتنو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه یې وکړه.

هغوی له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې له پښتنو سره د پاکستان د حکومت ظلمونه او تبعیضي چلند وغندي او د هغوی د حقونو خوندي کولو لپاره هڅه وکړي.

په پای کې د غونډې ګډونوالو د ګیله‌من وزیر ارمان او موخو ته د رسېدو برخه کې د همکارۍ او ملاتړ ژمنه وکړه او ویې ویل چې د پښتنو د حقونو غوښتنې لار کې به خپلې هڅې لا ډېرې کړي او مبارزې ته به دوام ورکړي.

ګډونوالو دغه راز د ګیله‌من وزیر روح ته دعا او د هغه کورنۍ ته یې د صبر او زغم غوښتنه وکړه.

د یادونې ده، له دې سره هم‌مهاله د افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ګیله‌من وزیر غیابي جنازې وشوې او د وژنې غبرګون کې یې احتجاجي غونډې جوړې شوې.

د جنازې او اعتراضي غونډې بشپړ جریان له وصال ټلوېزیونه

Views: 12