د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ “جي اکس فنډ” د یوې څېړنې په خپرولو سره ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي حاکمېدو وروسته په دغه هېواد کې د رسنیو غوړېدو پړاو ته د پای ټکی اېښودل شوی دی.
دغه څېړنه د ۴۷ جلاوطنه رسنیو او د ځینو نورو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ بشپړه شوې ده.
د دغې څېړنې له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیاځلي حاکمیت وروسته، طالبانو په افغانستان کې د رسنیو د غوړېدو پړاو او د بیان ازادۍ ته پای ټکی ایښی دی.
د څېړنې په حواله: «د جمهوری نظام په ړنګېدو او د یوه استبدادي حاکمیت په رامنځته کېدو سره د افغانستان په رسنیو کې یو ډول ډار او د نه باور فضا رامنځته شوې ده.»
په دغه څېړنه کې راغلي چې په افغانستان کې ازادې رسنۍ له ګواښ سره مخ دي او ډېری خبریالان نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ وايي: که څه هم له هېواده بهر رسنۍ د طالبانو لخوا تحریم شوي خو بیا هم د افغانستان د خلکو ترمنځ خپل پلویان او لیدونکي لري.
د جي اکس فنډ په څېړنه کې راغلي، که څه له افغانستانه بهر خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي خو بیا يي هم اطلاع رسونې ته ادامه ورکړې ده.
سرچینې ټینګار کړی چې له تبعید شوو خبریالانو څخه باید کلک ملاتړ وشي څو خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.
په څېړنه کې راغلي چې په افغانستان کې دا مهال رسنۍ له تبلیغاتو څخه هېڅ ډول عاید نه لري او له خواله رسنیو څخه هم د پېسو ترلاسه کول ستونزمن کار دی.
څېړنه کې زیاته شوې، دوی هڅه کوي چې د افغانستان د رسنیو لپاره د مالي ملاتړ سرچینې پیدا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ازادۍ رسنۍ د افغانستان له مهمو لاسته راړونو څخه ګڼل کیږي.
Views: 15