د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ګیله‌من وزیر جنازه دره ادم خیلو ته ورسیده او سبا د جمعې په ورځ د مازدیګر په څلور بجو به د رزمک په اسدخیلو سیمه کې خاورو ته وسپارل شي.

ګیله‌من وزیر درې ورځې مخکې په اسلام‌اباد کې د ناپېژاندو کسانو په يوه بريد کې پر سر سخت ټپي شو چې له درې ورځې کوما وروسته يې تېره شپه د اسلام‌اباد په پيمز روغتون کې ساه ورکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي چې د نوموړي جسد نن سهار ۶ نیمې بجې د یوې قافلې په بدرګې وزیرستان ته روان کړای شو او د مازیګر په څلور بجو به د رزمک په اسدخېلو سیمه کې خاورو ته وسپارل شي.

د ګيله من وزير مشر ورور عرفات د ګيله من پر تابوت درې رنګه ملي بيرغ اچولی دی او وايي چې د ده د وصيت مطابق به يې په همدې ملي بيرغ کې ښخوي.

منظور پښتين د ګيله من وزير د جنازې سره د دره ادم خیلو خلکو سره ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې وخت کې به د يوه انقلاب ترتيب برابروي، پښتين زياته کړه چې شل کاله پاکستان پر دوی ظلم کاوه خو د پښتون به يوه ورځ وي او په يوه ورځ کې به پنجاب د ځمکې تل ته رسوي. پښتين زياته کړه چې سل زره سرونه به قرباني کړي خو خاوره به پرديو ته پرېنږدي.

‎د ګيله‌من وزیر اصلي نوم حضرت نعيم و چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا غړی او د پښتون ژوغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نږدې ملګری او پر دې سربېره د پښتو ژبې شاعر هم و، تل به یې په خپلو انقلابي شعرونو کې پښتانه یووالي ته رابلل او د تېرو کلونو د جګړو او ناخوالو کیسې به یې کولې.

د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو محمداشرف غني او حامد کرزي ترڅنګ په ټوله نړۍ کې د ګیله‌من وزیر برید غندل شوي دی او د قاتلینو ته د سزا غوښتنه شوې ده.

 

 

Views: 12