د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار ویلي چې نږدې راتلونکي افغانستان ته سفر کوي.
دغه څرګندونې اسحاق دار پرون (سهشنبه) د عرفان صدیقي په مشرۍ د پاکستان د سنا مجلس د بهرنیو چارو کمیټې په ناسته کې کړې دي.
هغه څرګنده کړې: «زه به څو په ورځو کې افغانستان ته ولاړ شم؛ افغانستان زموږ ورور هېواد دی.»
دغه راز هغه زیاته کړې: «موږ له افغانستان سره ډېرې نږدې اړیکې درلودې او لرو به یې، تاسې نهشئ کولای خپل ګاوندیان بدل کړئ.»
په ورته مهال، اسحاق دار کابل ته د خپل سفر د کره نېټې په اړه څه نه دي ویلي.
Views: 13