د هند په شمالختیځ اسام ایالت کې د سېلابونو راتلو له امله د قربانیانو شمېر ۵۸ کسانو ته رسېدلی دی.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند په شمالختیځ اسام ایالت کې د سختو وروښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې ډېر زیانونه یې اړولي دي.
د اسام ایالت چارواکو د زرګونو کورونو تخیله کولو ته په اشارې ویلي چې د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې یې سلګونه اضطراري سرپناوې جوړې کړې دي.
د هند د هوا پېژندنې ادارې د دغه هېواد په شمالختیځ ایالت کې د ورښتونو له امله بېړنی وضعیت اعلان کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه د نیپال په سوېل کې هم د بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۴۷ کسان مړه شوي دي.
موسمي بارانونه هر کال په سوېلي اسیا کې د مړینې لامل کېږي خو په دې وروستیو کلونو کې سخت سېلابونه او د ځمکې ښوېدو پېښې ډېر شوي دي.
کارپوهان وایي چې اقلیمي تغییراتو او د سړکونو جوړولو دا ستونزه ډېره کړې ده.
Views: 15