د وطن خاطرې؛ له افغان هنرمند میرویس صافي سره وطني بنډار

جولای 7, 2024

دا ځل «د وطن خاطرې» خپرونه کې راسره په ټورنټو کې میشت افغان هنرمند، میرویس صافی مېلمه دی.

دا خپرونه د میرویس صافي ژوند او هنر ته ځانګړې شوې ده او په دې خپرونه کې، میرویس صافی له موږ سره په افغانستان کې د خپل ژوند، کاناډا ته د راتګ او په نوې ټولنه کې د خپل هنري فعالیت په اړه غږېدلی دی.

دغه راز د خپرونې په لړ کې یې خوږې او کلیوالي سندرې هم ویلي دي.

«د وطن خاطرې» خپرونه له بهرمېشتو افغان لیکوالو، شاعرانو، پانګه‌والو، هنرمندانو او نورو مشهورو څېرو سره خبرو اترو ته ځانګړې شوې ده.

بشپړه خپرونه د وصال تلویزیون په یوتیوب چینل کې کتلی شئ.

Views: 15