د المپیک ملي کمېټه وایي، دوو افغان سوک‌وهونکو مجتبی حیدري او فردوس نجیب د اسیا ځوانانو سیالیو کې نیمه‌ پایلوبې ته لار پیدا کړه.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په دغو سیالیو کې مجتبی حیدري په ۴۸ کیلو وزن کې خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو نیمه‌ پایلوبې ته یې لار ومونده.

سرچینې ویلي، په دغو سیالیو کې فردوس نجیب له دې امله چې سیال یې لوبې ته حاضر نه شو، نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

سرچینه وایي چې دغه سیالۍ په روسیه کې روانې دي، خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.

Views: 9