نړۍ د وصال ټلوېزیون له کړکۍ- متوازي نښې؛ د واشنګټن ډي‌سي په زړه کې سفر

جون 30, 2024

دغه مستند سفر له څو متوازي نښو د امریکا متحده ایالتونو پلازمېنې واشنګټن ډي‌سي کې د براهام لېنکن په یاد له جوړې شوې ودانۍ پیلېږي؛ وروسته له انعکاسي حوض، د دویمې نړۍوالې جګړې له یادګاري سمبول، د جورج واشنګټن په یاد له جوړ شوي څلي او متحده ایالتونو د کانګرېس له ودانۍ لنډه لیدنه کېږي.

د یو بل ترڅنګ او په موازي خط باندې د دغو ټولو نښو جوړېدل تصادفي نه دي، بلکې د ځینو رهبرانو لکه لېنکن او جورج واشنګټن د قدرت او عظمت ښکارندويي کوي چې په سختو شرایطو کې یې خپلو خلکو ته برخلیک ټاکونکې پرېکړې کړې او د پېړیو له تېرېدو وروسته نن هم دغه خاوره د نړۍ د قدرتونو په سر کې ځای لري.

Views: 201