د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړۍوال شلاوریز جام سیالیو په پای لوبه کې سوېلي افریقا ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا لوبه کې د هند لوبډلې لومړۍ توپوهنه تر سره چې په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۶ منډې وکړې.
په دې سیالۍ کې د هند له لوري په توپوهنه کې ویراټ کوهلی ۷۶، اکسر پاټیل ۴۷ او ډوبی ۲۷ منډې وکړې.
په مقابل کې د هند له لوري ورکړل شوی هدف سوېلي افریقا پوره نه کړ او په شلم اور کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۶۹منډې وکړې او د ۷ منډو په توپیر یې هند ته ماتې وخوړه.
د سوېلي افریقا له لوري په توپوهنه کې کلایسن ۵۱، ډیکاک ۳۹، ټریسټان سټوب ۳۱ او ډاویډ مېلر ۲۱ منډې وکړې.
دغه راز د نننې لوبې غوره لوبغاړی ویراټ کوهلی شو.
Views: 14