د راپورونو له مخې، د ایران د ولسمشرۍ څوارلسمې دورې ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې او دغه پړاو ټاکنې به د مسعود پزشکیان او سعید جلیلي ترمنځ وشي.
ایسنا خبري اژانس د ایران د ټاکنو کمېسیون د ویاند محسن اسلامي له قوله راپور ورکړی چې په ۴۸۲ ولسوالیو کې د ۵۸ زره او ۶۴۰ سایټونو رایې شمېرل شوې دي.
هغه وویل چې ۲۴ میلیونه ۵۳۵ زره او ۱۸۵ رایې شمېرل شوې دي.
د محسن په خبره، مسعود پزشکیان ۱۰ میلیونه ۴۱۵ زره او ۹۹۱ رایې، سعید جلیلي ۹ میلیونه ۴۷۳ زره او ۲۹۸ رایې، محمدباقر قالیباف درې میلیونه ۳۸۳ زره او ۳۴۰ رایې او مصطفی پورمحمدي ۲۰۶ زره او ۳۹۷ رایې ترلاسه کړې دي.
اسلامي زیاته کړه چې د ولسمشرۍ ټاکنو قانون له مخې هيڅ یو نوماند نه دی توانېدلی مطلق اکثریت رایې ترلاسه کړي او دویم پړاو ټاکنې به د راتلونکې جمعې په ورځ د نګبهان شورا له تایید وروسته ترسره شي.
د ولسمشرۍ ټاکنو کې رایهاچونه د تېرې جمعې ورځ ۸ بجې پیل شوه او د تېرې شپې تر ۱۲ بجو یې دوام درلود.
د یادونې ده، په دغو ټاکنو کې د ایران دننه او بهر کې څه باندې ۶۱ میلیون کسان د رایې اچونې پر شرایطو برابر پېژندل شوي دي.
Views: 16