د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي توماس وېسټ او رینا امیري د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوي.
ټاکل شوې د افغانستان لپاره د دوحې درېیمه غونډه د روانې جون میاشتې په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه ترسره شي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سرپرست حکومت پلاوی به د ذبیحالله مجاهد په مشرۍ او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان بانک د استازو او دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د مشر په ګډون د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ او د بشري حقونو، افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوي.
هغه ویلي، دواړه استازي د دوحې په غونډه کې له افغان ښځو او مدني ټولنې سره د مانا لرونکي تعامل په تړاو له ډاډمنېدو وروسته، ګډون ته چمتو شوي دي.
د ده په خبره چې دواړه ځانګړي استازي به په دغه غونډه کې د افغان ښځو او د افغان مدني ټولنې له غړو سره د پام وړ ښکیلتیا ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي، د دوحې درېیمې غونډې ته د ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې او د دې غونډې مشري د م.م د سرمنشي مرستیاله رزماري اینډيکارلو کوي.
Views: 7