د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وایي، د دوحې درېیمې غونډې ته د ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې او د دې غونډې مشري د م.م د سرمنشي مرستیاله رزماري اینډيکارلو کوي.
ټاکل شوې د افغانستان لپاره د دوحې درېیمه غونډه د روانې جون میاشتې په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه ترسره شي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، د طالبانو پلاوی به د ذبیحالله مجاهد په مشرۍ او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان بانک د استازو او دوحه کې د سیاسي دفتر د مشر په ګډون د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک په یوه خبري ناسته کې ویلي، د دوحې درېیمه غونډه به د افغانستان په اړه د نړۍوال تعامل د لا ښه همغږي او منظم ډول وړاندې کولو په موخه جوړه شي.
هغه زیاته کړې، په دې غونډه کې شاوخوا ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د ده په خبره چې د یادې غونډې مشري به د سیاسي او سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزماري اینډيکارلو کوي چې نوموړې به د هېوادونو د ځانګړو استازو، د بشري حقونو د سازمانونو او د ښځو د حقونو مدافعینو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره هم وګوري.
Views: 13