ډاکټر یارمحمد تره کی په انجنیري کې دوکتورا لري، سلګونه علمي مقالې یې ليکلې دي، کله چې د ژوند له نورو چارو ستړی شي، خپل هنر، انځورګړۍ ته مخه کوي.
تره کي دوه لسیزې مخکې د کاناډا په هملټون ښار کې د کډوالو کلتوري او هنري ټولنه (iART) جوړه کړې ده؛ د دې ټولنې له لارې انځورګرو کډوالو او د انځورګرۍ نورو مینه والو ته هنري زده کړې ورکوي او په دې برخه کې پروګرامونه جوړوي.
عبدالباسط کړوخېل ورسره د هغه په هنر او انځورګرۍ غږېدلی؛ تره کی وايي، انځورګري داسې یو هنر دى چې بېلابېلې تاريخي دورې په ځان کې رانغاړي او تاریخي پېښې څرګندوي او زیاتوي چې انځورګري د ټولنې د یووالی لامل ګرځي.
Views: 29