د وطن خاطرې؛ د افغان پیوستون ټولنې له مشر یارمحمد نعيمي سره د زړه خواله

جون 25, 2024

دا ځل «د وطن خاطرې» خپرونه کې راسره د افغان پیوستون ټولنې مشر یارمحمد نعیمي مېلمه دی.

یارمحمد نعیمي څلور دېرش کاله مخکې کاناډا ته راکډوال شوی؛ نوموړی په دې موده کې له ډېرو ستونزو او بېلابېلو تجربو سره مخ شوی، ډېر څه یې زده کړي او اوس په کاناډا کې د جایدادونو او ملکیتونو د پېر او پلور کاروبار ترڅنګ د افغانانو د یووالي او افغاني کلتور خوندیتوب په موخه ټولنیز فعالیتونه ترسره کوي.

نوموړی به په دې خپرونه کې د خپل کډوالۍ ژوند لوړې ژورې او خاطرې له تاسو سره شریکې کړي چې پام مو ورته اړوو.

له نعیمي سره د خبرو اترو بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب چینل کتلی شئ

«د وطن خاطرې» خپرونه له بهرمېشتو افغان لیکوالو، شاعرانو، پانګه‌والو، هنرمندانو او نورو مشهورو څېرو سره خبرو اترو ته ځانګړې شوې ده.

Views: 11