د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړۍوال شل‌اووریز جام سیالیو کې بنګله‌دېش ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره نیمه پای‌لوبې ته لار پیدا کړه.

د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د بنګله‌دېش پر وړاندې یې لومړی توپوهنه وکړه.

په دې سیالي کې د افغانستان لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو شلو اوورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۵ منډې وکړې او د ۱۱۶ منډو هدف یې بنګله‌دېش ته وټاکه.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې رحمان‌الله ګربز ۴۳، راشد خان ۱۹، ابراهیم ځدراڼ ۱۸ او عظمت‌الله عمرزي ۱۰ منډې وکړې.

خو کله چې بنګله‌دېش توپوهنه پیل کړه په ۳،۲ اورونو کې باران پیل شو او لوبه وځنډېده خو وروسته لوبه بیا پیل شوه او په ۱۱،۴ اوور کې بیا باران پیل شو او د لوبې د قانون «DSL» له مخې بنګله‌دېش ته په ۱۹ اوورونو کې ۱۱۴ هدف وټاکل شو.

په مقابل کې د بنګله‌دېش لوبډلې د افغانستان له لوري ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او په ۱۸ اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۰۵ منډې جوړې کړې او د ۸ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

افغان توپ‌اچوونکو نن یو ځل بیا ښه لوبه ترسره کړه او د بنګله‌دېش د پیل توپ‌وهونکي یې ژر ژر له ډګره بهر کړل او په ښه توګه یې د ورکړل شوي هدف دفاع وکړه.

په دې سیالي کې راشد خان او نوین‌الحق څلور – څلور، فضل‌الحق فاروقي او ګلبدین نایب یو ـ یو لوبغاړي وسوځول.

Views: 19