د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال شل‌اوریز جام سیالیو د اتو غوره لوبډلو پړاو کې سبا خپله دویمه لوبه له اسټرالیا سره کوي.

ټاکل شوې چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله به د نړی‌وال شل‌اوریز جام سیالیو کې د اته غوره لوبډلو پړاو کې خپله دویمه لوبه سبا له اسټرالیا سره ترسره کړي چې د افغانستان پر وخت سهار پنځه بجې پیلېږي.

دغه سیالي په وېسټ‌انډیز کې ترسره کېږي.

همدارنګه د نړۍوال شل‌اوریز جام سیالیو دویم پړاو کې د افغانستان، هند، اسټرالیا او بنګله‌دېش لوبډلې په یوه ګروپ کې لوبېږي.

افغانستان په دویم پړاو کې خپله لومړۍ لوبه وړمه شپه هند ته وبایله.

د یادونې ده، د کرکټ ملي لوبډله به د اتو غوره لوبډلو پړاو کې خپله درېیمه لوبه د روانې جون میاشتې په ۲۵مه له بنګله‌دېش سره ترسره کړي.

Views: 15