د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړۍوال شل‌اوریز جام سیالیو کې د اتو غوره لوبډلو پړاو کې خپله لومړۍ لوبه هند ته وبایلله.

د نننې لوبې پچه د هند لوبډلې وګټله او د افغانستان پر وړاندې یې لومړۍ د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په دې سیالۍ کې د هند لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۱ منډې وکړې.

همدارنګه په توپ اچونه کې د افغانستان له لوري راشد خان او فضل الحق فاروقي درې – درې او نوین الحق بیا د هند یو لوبغاړی وسوځوه.

په مقابل کې افغان لوبډلې د هند له لوري ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او په شلم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۴ منډې جوړې کړې او د ۴۷ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې عظمت الله عمرزي ۲۶، نجیب الله ځدراڼ ۱۹، ګلبدین نایب ۱۷، محمد نبی ۱۴،راشد خان ۱۲او رحمان الله ګربز ۱۱ منډې وکړې.

د یادونې ده، د کرکټ ملي لوبډله به د اتو غوره لوبډلو پړاو کې خپله دویمه لوبه د روانې جون میاشتې په ۲۳مه له اسټرالیا سره ترسره کړي.

 

Views: 19