د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ تېره ورځ د دغه سازمان د بشري حقونو شورا غونډې ته په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپل وروستی راپور وړاندې کړ.

په دغه راپور کې په افغانستان کې د زده‌کړو او کار برخو کې د ښځو پروړاندې محدودیت، روغتیايي، عدلي او قضايي سکتور ته د ښځو نه لاسرسی او ځینې نورې بشري ناخوالې یادې شوې دي.

هغه ویلي، د پراخو څېړنو، مشورو او شننو په پایله کې معلومه شوې چې د ده په ټکو «د طالبانو د ښځو ضد سیستم پراخ او سیستماتیک دی.»

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو ځینو غړو او په ځانګړی ډول د ریچارډ بېنټ راپور د دوحې د راتلونکي ناستې په درشل کې د اذهانو د خرابېد هڅه ده.

هغه لیکلي: «متأسفانه په ملګرو ملتونو کې ځينې عُقديي اشخاص همیشه هڅه کوي د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کړي او لوی پرمختګونه د څو محدودو موضوعاتو تر شعاع لاندې راولي.»

ټاکل شوې د دوحې درېیمه ناسته د راتلونکې چنګاښ میاشتې په لسمه او یوولسمه جوړه شي او د طالبانو یو پلاوی به هم په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

 

Views: 15