د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړۍوال شلاووریز جام سیالیو په لړ کې خپله څلورمه لوبه وېسټ انډیز ته وبایلله.
په نننۍ لوبه کې د وېسټ انډیز لوبډلې لومړی توپوهنه تر سره کړه چې په ټاکلو شل اوورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۸ منډې وکړې.
په دغې سیالۍ کې د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې ګبلدین نایب دوه، عظمت الله عمرزي او نوین الحق بیا د وېسټ انډیز یو یو لوبغاړی وسوځول.
په مقابل کې د وېسټ انډیز له لوري ورکړل شوی هدف افغانستان پوره نه کړ، په ۱۷م اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۴ منډې وکړې او د ۱۰۴ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.
په توپوهنه کې د افغانستان له لوري ابراهیم ځدراڼ ۳۸، عظمت الله عمرزی ۲۳، راشد خان ۱۸ او کریم جنت ۱۴ منډې وکړې.
افغانستان له دې مخکې یوګاندا، نیوزلینډ او پاپو نیوګیني لوبډلو ته ماتې ورکړې وه او په دغو سیالیو کې یې اته غوره لوبډلو ته لار پیدا کړې وه.
د یادونې ده چې افغانستان به په دویم پړاو کې خپله لومړۍ لوبه د جون په شلمه له هندوستان سره ترسره کړي.
Views: 13