د افغان ټولنيزو خدمتونو مرکز، افغان پيوستون ټولنې، افغان کاناډا ټولنې او نورو بېلابیلو ټولنو او بنسټونو او عامو افغانانو د ورورۍ او صمیمیت په فضا کې د سبحان جومات د امامت لاندې لمونځ وکړ.
د جومات امام مولانا عبدالهادی د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړه او هیله یې څرګنده کړې چې دغه ورځې له خپلو کورنیو او دوستانو سره په خوښۍ او خوشالۍ تېرې کړئ.
هغه وویل:«دغه اختر دې افغانانو لپاره د خير او برکت او په ټولو ستونزو د برياليتوب او په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټينګښت لامل وګرځي.»
لمونځ د ټورنټو ښار د تورنکلیف مال د واکسینو په مرکز کې ادا شو چې د ښځو لپاره د پردې اهتمام نیول شوی، ګډونوالو لمونځ کوونکو د افغانانو لپاره د جومات جوړول تر ټولو لویه اړتيا وګڼله او د جومات د جوړولو ژمنه یې وکړه.
Views: 13