د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال شل‌اوریز جام سیالیو په لړ کې سبا خپله درېیمه لوبه له پاپو نیو ګیني سره ترسره کوي.

دغه سیالي د افغانستان پر وخت سبا سهار پنځه بجې پیلېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ وړمه ورځ ویلي وو چې افغان لوبغاړي په نړۍوال شل‌اوریز جام سیالیو کې له خپلې درېیمې لوبې مخکې د کرابین ټرينېډاډ ټوباکو ټاپو ته ورسېدل.

همدارنګه، په نړۍوال شل‌اوریز جام کې افغانستان، نیوزلینډ، ويسټ‌انډیز، یوګاندا او پاپو نیو ګیني په یوه ګروپ کې لوبېږي.

ويسټ‌انډیز نن نیوزلېنډ ته ماته ورکړه او دویم پړاو ته یې لار پیدا کړه او که افغانستان سبانۍ لوبه وګټي، نو افغان لوبډله به هم دویم پړاو ته لار پیدا کړي.

دغه‌راز، د کرکټ ملي لوبډلې د دغه جام په لومړۍ لوبه کې یوګاندا ته او دویمه لوبه کې یې بیا نیوزلېنډ ته ماته ورکړې ده.

د یادونې ده، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د روانې جون میاشتې په ۱۸مه خپله څلورمه او وروستۍ ګروپي لوبه له ويسټ‌انډیز سره ترسره کړي.

Views: 11