د لوګر بدني روزنې او سپورټ ادارې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کوربه‌توب د اتو ولایتونو او پاکستاني ورزشکارانو ترمنځ د ازادې مبارزې سیالۍ ترسره شوې.

د لوګر د بدني روزنې او سپورټ ادارې امر انجنیر مزمل نعیم‌زي وویل چې نن په دغه ولایت کې د لوګر، کابل، کونړ، میدان‌وردګو، غزني، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو او پاکستاني لوبغاړو ترمنځ د ازادې مبارزې (MMA) سیالۍ ترسره شوې.

هغه زیاته کړه چې په دغو سیالیو کې لسګونو ورزشکارانو برخه اخیستې وه چې د لوګر ورزشکارانو وکولای شول خپل پاکستاني سیالان مات کړي.

د هغه په وینا، د دغو سیالیو موخه رزمې ورزش(MMA)  ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او همغږي رامنځته کول دي.

دغه راز، د لوګر یوه ورزشکار روح‌الله وویل، دا لومړی ځل دی چې په لوګر کې د افغان او پاکستاني ورزشکارنو ترمنځ دغه ډول سیالۍ ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه، دوی وکولای شول خپلو پاکستاني سیالانو ته ماتې ورکړي او اتلولي ترلاسه کړي.

د یادونې ده، څه موده مخکې په پکتیا کې هم د افغان او پاکستاني ورزشکارانو ترمنځ د ازادې مبارزې سیالۍ ترسره شوې وې چې افغان لوبغاړو خپل پاکستاني سیالان مات کړي وو.

Views: 18