د کرکټ نړۍوالې شورا په تازه درجه‌بندۍ کې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی او پخوانی لوبډلمشر محمدنبي د شل‌اوریزو لوبو د الرونډرانو نوملړ کې لومړی ځای خپل کړ.

د کرکټ نړۍوالې شورا نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د ۲۰۲۴ کال په شل‌اوریز جام کې د افغانستان له نه ماتېدونکي پیل سره د دوی یو الراونډر په لومړي مقام راغلی دی.

سرچینې ویلي، محمدنبي په ګیانا کې د نیوزلېنډ پر وړاندې په وروستیو دوو ویکټو اخیستو سره د الراونډرانو په تازه درجه‌بندۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړی.

په دې درجه‌بندۍ کې د اسټرالیا سټونېس په دویم او د سریلانکا لوبغاړی وینډو حسرنګا بیا درېیم ځایونه خپل کړي دي.

محمدنبي له دې مخکې د شل‌اوریزو لوبو الراونډرانو درجه‌بندۍ کې په درېیم مقام کې و.

 

Views: 16