د اروپایي ټولنې لوړپوړو چارواکو په بروکسل کې د افغانستان په تړاو غونډه کې له افغانانو سره پر بشري مرستو خبرې کړې دي.
د اروپایي ټولنې د بهرنیو خدماتو څانګې دغه څرګندونې پر خپله اېکسپاڼه کړې دي.
سرچینې لیکلي چې د یادې غونډه غړي په بروکسل کې سره راټول شوي وو څو له افغانانو سره د ښکېلتیا ارزونه وکړي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو او د بشري مرستو چمتو کولو لپاره د ډېرو اغیزمنو لارو چارو په اړه بحث وکړي.
د راپورونو له مخې، په یاده غونډه کې د قطر استازي هم برخه اخیستې وه.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم د دې غونډې په تړاو په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
دا غونډه په داسې حال کې شوې چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د راتلونکې چنګاښ میاشتې په لسمه او یوولسمه د قطر په پلازمینه دوحه کې جوړه شي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره په لیدنه کې ویلي، سرپرست حکومت د دوحې درېیمې ناستې څرنګوالی څېړي او په اړه به یې خپل دریځ اعلان کړي.
Views: 18