د افغانستان کرکټ بورډ وایي، له هند سره یې د دوو لوبغالو په اړه هوکړه کړې چې له مخې به یې د افغانستان په کوربه‌توب په‌کې سیالۍ ترسره کېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند محمدنسیم سادات نن وویل، د کرکټ بورډ مشرتابه د هند له کرکټ بورډ سره د ګریټر نویډا ښار کې د ویجې سینګ پاټک او په کانپور ښار کې د ګرین پارک کرکټ لوبغالو په اړه هوکړه کړې، څو افغانستان په راتلونکي کې په کې په خپل کوربه‌توب دوه اړخیزې نړۍوالې لوبې ترسره کړي.

نوموړی وایي، پخوا هم له هند سره د لکنو، دهرادون او کریټر نویډا لوبغالو قرارداد و، خو اوس چې کوم قرارداد شوی دا نوی دی.

هغه زیاته کړه، ټاکل شوې له بنګله‌دېش سره د افغانستان ملي لوبډلې شل‌اوریزې او پنځوس‌اوریزې سیالۍ هم چې نېټې به یې وروسته اعلان شي، په همدې لوبغالو کې ترسره شي.

نوموړي ویلي چې افغانستان له متحده عربي اماراتو سره هم د لوبغالو برخه کې قرارداد لري چې وخت ناوخت په‌کې د افغانستان په کوربه‌توب نړۍوالې سیالۍ ترسره کېږي.

د معلوماتو له مخې، د افغانستان کرکټ بورډ په تېر ۱۴۰۱ کال کې د متحده عربي اماراتو له کرکټ بورډ سره د لوبغالو برخه کې تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې افغان لوبډله خپلې لوبې په اماراتو کې ترسره کوي او د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د یاد هېواد له لوبډلې سره هر کال درې لوبې کوي.

 

Views: 33