د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان زېږدیز کال په تېرو پنځو میاشتو کې د هېواد په کچه ۲۰۳ کسان د کانګو پر ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې شپږ کسان مړه شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د کانګو تبه د څارویو او انسانو ترمنځ ګډه ناروغي ده چې د کنې چیچلو، د نیمخامې غوښې خوړلو او یا هم پر دې ناروغۍ له اخته څارویو سره د تماس له لارې انسان ته انتقالېږي.
د عامې وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان نن په یوه ویډیویي کلېپ کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال له پیله راهیسې د هېواد په کچه د کانګو تبې ۲۰۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دی وايي، له یاد شمېر ناروغانو شپږ یې مړه شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې پر یاده ناروغۍ ۱۲۴۴ کسان اخته شوي وو چې له دې ډلې سلو کسانو ژوند له لاسه ورکړ.
هغه زیاتوي، د عامې روغتیا وزارت د دې لپاره چې په ټول هېواد کې د کانګو ناروغۍ مخنیوی وکړي، په اړه یې وخت پر وخت له خلکو سره معلومات شریکوي.
د زمان په خبره، دغه ناروغي تر ډېره د اوړي موسم په رارسېدو سره زیاتېږي، په ځانګړي ډول د لوی اختر په ورځو کې چې خلک له څارویو سره تماس پیدا کوي.
د زمان په خبره، سږ کال په هېواد کې د کانګو پېښې ۳۸ سلنه زیاتې شوې دي.
نوموړي له خلکو غوښتي، د دې لپاره چې پر یاده ناروغۍ اخته نه شي، د روغتیایي پرسونل کېدونکې لارښوونې دې عملي کړي.
د یوه راپور له مخې چې د روان کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه یې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له قوله خپور کړی، په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې په هېواد کې پر کانګو ناروغۍ ۱۲۳۸ کسان اخته شوي چې له دې ډلې ۱۱۴ کسان مړه شوي دي.
Views: 18