د ایران د اسنادو او ځمکو ثبت سازمان وایي چې دغه هېواد کې ۵۰ سلنه ثبت شوي بهرني شرکتونه د افغانانو دي.
د تسنیم خبري اژانس په نوم یوې ایراني رسنۍ پرون په یوه راپور کې د ایران د اسنادو او ځمکو د ثبت سازمان د ویاند صفدر کشاورز له قوله لیکلي چې په دغه هېواد کې ۵۰ سلنه ثبت شوي شرکتونه د افغانستان د خلکو دي.
کشاورز ویلي، په دغه هېواد کې ۲۵ سلنه شرکتونه د عراقیانو او ۲۵ سلنه نور بیا د کویټ، پاکستان، چین، سعودي عربستان، بحرین، هند او د ترکیې په اوسېدونکو پورې اړه لري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ۱۳۸۱ کال کې د بهرنۍ پانګونې د ملاتړ او هڅونې قانون له تصویب راهیسې تر اوسه په ایران کې ټولټال ۸۲۴۱ بهرني شرکتونه ثبت شوي دي.
ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده جواد وویل، له تېرو څلورو لسیزو راهیسې ایران د زرګونه افغانانو کوربه دی او له شک پرته افغانان په هغه هېواد کې د پانګونې او سوداګرۍ خاوندان شوي دي.
هغه وویل، په داسې حال کې چې زیات شمېر پانګوال بېرته هېواد ته راستانه شوي، خو لاهم راپورونه وایي چې په ایران کې د افغانانو پانګونه میلیونونو ډالرو ته رسېږي.
نوموړي په ایران کې افغان پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هغوی ملاتړ کوي او په ایران کې افغان سفارت او نورې اتشې تل د هغوی په خدمت کې دي.
Views: 15