د الهي مینې غږونه؛ په کاناډا کې د افغان صوفیانو خانقا

جون 7, 2024

د کاناډا په تورنټو ښار کې د افغان صوفیانو خانقا، په عصري چاپریال کې له شور، ګنې ګوڼې، د ذهني ارامتیا او د روحاني تندي خړوبولو مرکز بلل کېږي.

کاناډا د مختلفو کلتورنو ټاټوبی دی چې هر څوک په کې له کوم قید شرط پرته خپل دیني مراسم لمانځي.

کله په لومړي ځل دې خانقا ته دننه شئ، د کابل او د مزار د صوفیانو د خانقاو مینه او یاد پرې تازه کوئ، د دې خانقا داخلي ډیزاین په داسې بڼه جوړ شوی چې د افغانستان د لاسي صنایعو نښې په کې له ورایه ښکاري، دغه راز د رباب او تبلې په لیدو سره به مو یوه شیبه مازی ته یوسي او د افغان درویشانو حجرې به در په زړه کړي.

د وصال ټلویزیون خبریال احسان الله کمال دې خانقا ته تللی, د دې روحاني مرکز په مخینه او دغه راز په روحاني فعالیتونو یې د خانقا مشر او صوفیانو را غږولي دي.

Views: 22