پاکستاني ځواکونو چمن کې پر پرلتوالو ډزې کړې چې له امله یې ۱۵ کسان ټپيان شوي دي.
کندهار کې له ډیورنډ فرضې کرښې هه غاړې ته چمن سیمه کې پاکستاني ځواکونو پر پرلتوالو ډزې کړې دي.
دغه پرلتوال وايي، چمن کې د یو پوځي مرکز مخې ته راټول شوي وو چې پوځیانو پرې ډزې کړې او ۱۵ کسان یې ټپيان کړي دي.
د چمن اوسېدونکی احمد ظاهر پژواک خبري اژانس ته وویل، په ټپیانو کې د پنځو کسانو روغتیايي وضعیت ښه نه و چې د لا ښې درمنلې په موخه کوټې ښار ته لېږدول شوي دي.
د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی پهلوان وايي، تېره ورځ یې هم د پرلت یو شمېر مشران نیول شوي چې تراوسه یې برخلیک نه دی معلوم شوی.
دغه پرلتوال چې شمېر یې زرګونو کسانو ته رسېږي غوښتنه کوي چې د سپین بولدک – چمن پر دروازه دې دوی ته له پاسپورت او وېزې پرته د تګ – راتګ اجازه ورکړل شي، خو د پاکستان حکومت یې دغه غوښتنې نه مني.
د یادونې ده، پاکستاني حکومت شاوخوا اته میاشتې مخکې له سپینبولدک – چمن دروازه د تګ – راتګ پرمهال پر ټولو کسانو د پاسپورت او وېزې درلودل جبري کړي دي.
پاکستاني چارواکو تراوسه چمن کې د نننۍ پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
Views: 30