د افغانستان د پخواني پاچا محمدظاهرشاه مشر زوی شاهزاده احمدشاه ظاهر تېره ورځ د امریکا په ورجینیا ښار کې مړ شوی دی.
د احمدشاه ظاهر وراره مصطفی ظاهر پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، تره يې چې له څه مودې راهیسې ناروغ و، له هېواده بهر وفات شو.
دغه راز، د شاهزاده احمدشاه ظاهر د خور زوی نادر نعیم هم پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې زما ګران ماما، د افغانستان د پخواني پاچا محمدظاهرشاه مشر زوی، ولیعهد احمدشاه ظاهر د ۸۹ کلونو په عمر د امریکا په ویرجینیا ایالت کې په حق ورسېد.»
د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله هم پر خپله اېکسپاڼه د احمدشاه ظاهر پر مړینه خواشیني ښودلې ده.
محمدظاهرشاه له ۱۳۱۲ څخه تر ۱۳۵۲ لمریز کال پورې د افغانستان پاچا و؛ هغه د ۱۳۸۶ لمریز کال په زمري میاشت کې په کابل کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې او د مرنجان په تپه خاورو ته وسپارل شو.
Views: 14