د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون وایي چې د هېواد د تکواندو ملي لوبډلې پخوانی غړی سید حسن رضایي د نیپال د تکواندو ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.
د افغانستان د تکواندو فدراسیون تېره شپه پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د تکواندو ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی سید حسن رضایي د نیپال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ګومارل شوی دی.
سرچینې ویلي، د تکواندو ملي فدراسیون مشرتابه د تکواندو سترې کورنۍ او د افغانستان خلکو ته د دغه ستر ویاړ مبارکي وایي.
دغه راز، د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې مشر روزونکي محمدبشیر ترهکي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، سید حسن رضایي په نړۍوالو سیالیو کې د افغانستان لپاره څو ارزښتمن مډوالونه ګټلي دي.
د یادونې ده، له دې مخکې په ۱۴۰۲کال کې د تکواندو یو بل افغان ورزشکار روحالله نیکپا د نیوزلینډ د تکواندو ملي لوبډلې روزونکی ټاکل شوی و.
Views: 15