د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره په نړۍواله کچه لومړی مقام ګټلی دی.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره د بلجیم د ذایقې له نړۍوال انسټیټیوت څخه د خوند «ذایقې» په برخه کې لومړی مقام ترلاسه کړ.

سرچینې ویلي، په دغه انسټیټیوټ کې د افغانستان په استازیتوب د هراتي زعفران شرکت له زعفرانو څخه لابراتواري ازموینه اخیستل شوې وه.

دغه وزارت زیاته کړې، هر کال د زعفرانو کیفیت معلومولو په پار د زعفرانو تولیدوونکو هېوادونو څخه د بلجیم د ذایقې په نړۍوال انسټیټيوت کې ټسټ اخیستل کېږي چې د افغانستان زعفران د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د کیفیت او خوند له پلوه په لومړي مقام کې راغلل.

سرچینه کاږي، د بلجیم هېواد په دغه انسټیټیوټ کې هر کال د بېلابېلو هېوادونو خوراکي محصولات د ځانګړو معیارونو پربنسټ ارزول کېږي او د یاد انسټیټیوټ د ارزونو له مخې د افغانستان زعفرانو د غوره ذایقې له پلوه د لومړي مقام جایزه ترلاسه کړه.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر ۱۴۰۲ کال کې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې ۸ زره او ۳۰۴ هکتاره ځمکه د زعفرانو تر کښت لاندې وه چې له دغو کروندو څخه ۲۳،۲۴۹ مټریک ټنه زعفران راټول شوي چې ۲۲،۲۴۰ مټریک ټنه یې د هرات ولایت څخه راټول شوي وو.

Views: 21