د جمهوریت شل کاله پاډکاسټ لړۍ دې خپرونه کې له سیاسي فعال او لیکوال ډاکټر یارمحمد ترهکي سره د افغانستان اسلامي جمهوریت او د ډاکټر نجیبالله په مشرۍ د افغانستان ډیموکراتیک جمهوري دولت د سقوط پر لاملونو او د دغو دوو دولتونو پر ورته ټکو غږېدلي یو.
دغه خپرونه کې په دې اړه چې ولې ۲۹ کاله وروسته تقریبا د ډیموکراتیک جمهوریت سقوط ته ورته یو ځل بیا افغانستان کې د یو بل دولت د ړنګېدو تاریخ تکرار شو، بحث شوی دی.
دغهراز دغه بحث کې په دې اړه چې ولې له تېر څخه چې سلګونه زره افغانان ووژل شول او خورا لوړ سیاسي، ټولنیز او مالي زیانونه یې پرې کړل، د عبرت درس وانه خیستل شو، هم خبرې شوې دي.
د پاډکاسټ په دې خپرونه کې د جمهوریت د پرمختګونو، نیمګړتیاوو، څرانګوالي، سقوط، د طالبانو بیا واکمنېدو او نورو موضوعاتو په اړه له شنونکو سره ځانګړې مرکې کېږي.
Views: 107