د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشر ویلي چې د دغه بنسټ د وروستیو شمېرو له مخې، په نړۍ کې د جګړو، تاوتریخوالي او ځورونو له امله د بې‌ځایه شوو شمېر ۱۱۴ میلیون کسانو ته رسېدلی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ تېره ورځ (جمعه) د دغه بنسټ د مشر فیلیپو ګراندي له قوله لیکلي چې د نړۍ‌والو بشري قوانینو د نه رعایت کچه مخ په ډېرېدو ده.

نوموړي زیاته کړې: «په نښتو کې ښکېلې نږدې ټولې خواوې د جګړې اساسي قوانینو ته درناوی نه کوي، ملکي خلک په ډېره کچه وژل کېږي، جنسي تېری او جنسي تاوتریخوالی د جګړې د وسلې په توګه کارول کېږي، غیرنظامي زیربناوې ویجاړې شوې، بشري کارکوونکي موخه ګرځي، دا چې د دغه وحشيانه چلند موخه ډارول دي، غیرنظامیان له تېښتې پرته بله چاره نه‌لري.»

د هغه په وینا، په سوډان کې نهه میلیون کسان، میانمار کې درې میلیون او سوریه کې ۵،۶ میلیون کسان د جګړو له امله خپل هېوادونه پرېیښي او یا بې‌ځایه شوي دي.

هغه زیاته کړې چې په اوکراین کې دننه هم د خلکو بې‌ځایه کېدنه مخ په ډېرېدو ده.

ګراندي څرګنده کړې چې راتلونکې میاشت به تازه شمېرې خپرې کړي.

Views: 11