ننګرهار کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې سیند کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شل کسان مړه شوي دي.

کښتۍ نن سهار اووه نیمې بجې د مومندرې ولسوالۍ د باسول په دوبېله سيمه کې ډوبه شوې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر صدیق‌الله قريشي بدلون د غبرګولي په ۱۲مه وويل، یاده کښتۍ کې ۲۵ تنه سپاره وو چې پنځه ژغورل شوي او پاتې شلو ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه: «تر دې مهاله د پنځو تنو جسدونه پیدا شوي او د نورو جسدونو د موندلو هڅې جریان لري.»

بلخوا، د سیمې یوه اوسېدونکي الهام وويل چې په سیند کې اوبه ډېرې دي او که د ژغورنې ډلې ونه رسېږي، د جسدونو پیدا کول به ستونزمن شي.

Views: 30